موخې

  • د نړیوالو معیارونو په رعایت سره د اوسپنې پټلۍ د ساختمان، ګټې اخیستنې، ساتنې او مراقبت، خدمتونو د چارو او نورو اړوندو چارو تنظیم، سازمان ورکونه، رهبري او څارنه؛
  • د دولت له پرمختیايي او ټول ګټو پلانونو سره سم د اوسپنې پټلۍ د شبکې احداث او د سیمه ییزې او نړیوال اوسپنې پټلۍ له شبکو سره د هغې وصلول؛
  • په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د اوسپنې پټلۍ د شبکې له لارې د سوداګریزو، ګرځندوی او ټولنیزو اړیکو پراختیا او ټیګښت؛
  • د ترانسپورتي چټکو خدمتونو عرضه کول او د لېږ رالېږد په برخه کې د آسانتیاوو برابرول؛
  • د اوسپنې پټلۍ د شبکې په فعالیتونو او سیستمونو کې د خوندیتوب د شرایطو رامنځته کول.