خبرتیا!
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په راتلونکي کې د شرکتونو ددې ثبت او راجستر لیست په آساس په داوطلبۍ کې د ګډون خبرتيا ورکړل شي.
د ثبت او راجستر لپاره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمېرې دفتر خونه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومي سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د شرکت جواز او لازم اسناد د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د ۱۴۰۲ مالي کال د سلواغي میاشتي تر ۲۵ نېټې پورې د اعتبار وړ ده.
د اړيکې شمېرې:
0202320943
0771920846
د برېښناليک پته: