د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

Sayed Zaher Mo…
د ترون اعطا

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه بابو " پروژې تړون د ابداع فروغ تجارتي او لوژستیکي شرکت سره چې ۱۷۳۳۷-۰۱۰۱ شمیرې جواز لرونکی دی او  د کابل ولایت په مرکز کې موقعیت لري په ۸۷۷،۹۴۴  اته لکه او اوه اویا زره نه سوه او څلورڅلویښت افغانۍ په ټولیزه بیه اعطاء کړي.

  حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نېوکه د دې خبرتیا د خبرېدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومی سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوي مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نه شي.

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements