د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

Sayed Zaher Mo…
لیلام داغمه جات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې نېټې د څلور نۍ په ورځ د سهار په لس بجو لیلام کړي.

هغه اشخاص، بنسټونه، خصوصي متشبثین او دولتي ادارې چې غواړي د لیلام په پروسه کې ګډون وکړي، خپلې غوښتنې دې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمیرې دفتر خونې ته چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومی سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري،  وسپاري. د تضمین پیسې ۱۵ فیصده مخکې د داوطلبۍ د شروع کیدو اخیستل کیږی.

د اړيکې شمېرې: 0202320943

د بريښناليک پته : procurement.ara@gmail.com

یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements