الحاج ملا بخت الرحمن شرافت: ټول دولتي بنسټونه مسلکي کسانو ته آړتيا لري
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ملي ادارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په ګډون د پنځو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د حرفوي او مسلکي زدهکړو زمینې برابرولو په موخه د ۱.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز کې ددغه تړون د لاسليک کولو پرمهال وويل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اوسپنې پټلۍ ادارې سره تل همکاره ده او ددغه تړون په امضا کولو سره به د دواړو بنسټونو ترمنځ همکارۍ لا زیاتې شي.
نوموړي زياته کړه، لکه څنګه چې ټول دولتي بنسټونه تخنیکي او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، په همدې موخه يې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ملي ادارې په مرسته د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده.
ددغو هوکړه ليکونو له مخې، به په ځینو ولايتونو کې ګڼ شمېر کسانو ته د تحصيلي بورسونو له لارې د تخنيکي او مسلکي لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته په به بهر او هيواد دننه کې د تخنيکي، مسلکي او ظرفيت لوړونې په برخو کې د لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمينه برابره کړې وه.