د افغانستان-ازبکستان ګډو تخنيکي ټيمونو له حيرتان بندر څخه ليدنه وکړه
د افغانستان او ازبکستان د ریل پټلۍ ګډو تخنیکي ټیمونو د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د مرستیال په مشرۍ له حيرتان تر مزارشريف پورې د اوسپنې پټلۍ له مسير څخه لیدنه وکړه.
د ازبکستان ريل پټلۍ ادارې ۱۰ کسيز تخنيکي ټيم د افغان پلاوي په ملتيا ددې ساحوي تخنيکي لیدنې پرمهال خپل کاري پلان وړاندې کړ او د حيرتان د اوسپنې پټلۍ مسير د آساسي بيارغونې پروژې د عملي چارو د پيل په موخه يې بشپړ چمتووالی وښود.
په ليدنه کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ تخنيکي ټيم لخوا د حيرتان-مزارشريف اوسپنې پټلۍ کرښې تخنيکي آرزونه ترسره شوه، چې ددې مسير آړوند تمځايونه او ددې کرښې زيانمنې شوي برخې وآرزول شوې.
د ازبکستان تخنيکي ټيم د قرارداد له شرايطو او تخنيکي مشخصاتو سره سم د يادې پروژې د ترميماتي چارو د پيل خبر ورکړ، چې ان شاء الله ددې پروژې د بيارغونې چارې به د قرارداد مطابق په ټاکلې موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د حيرتان-مزارشريف د اوسپنې پټلۍ مسير ټولټال ۷۵ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د مزارشريف تر هوايي ډګر پورې رسيږي او ددې مسير په بشپړ فعالېدو سره به تجارانو ته آړينې آسانتياوې برابرې او د انتقالاتو په کچه کې به زياتوالی راشي.
د يادونې وړ ده، چې ددغه مسير په بشپړ فعالېدو سره به هيوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينه هم مساعده شي.