د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د آذربايجان جمهوريت د اوسپنې پټلۍ د سهامي شرکت ترمنځ د همکاريو د هوکړې لاسليک

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۶ - ۱۴:۴۴
ARA and ADY Sign MoU on Railways Cooperation

د ۱۳۹۷ کال د کب د مياشتې په ۲۳ نېټه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د آذربايجان د جمهوريت د اوسپنې پټلۍ د سهامي شرکت (ADY) ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ په برخه کې د همکاريو هوکړه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د باکو په ښار کې لاسليک شوه.

د دې هوکړې اساسي موخه، د اوسپنې د پټلۍ په برخه کې د اړيکو او همکاريو د پراختيا په منظور ګډه ارزونه ده، چې د اوسپنې پټلۍ د سکتور د مديريتي سيستمونو سمبالښت، د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورت د سهولتونو پراختيا او پرمختګ، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د زيربنا په رغونه کې د آذربايجان د عامه او خصوصي سکتور د پانګونې جلب او ملاتړ، د تجهیزاتو تدارک، د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو روزنه او د اوسپنۍ پټلۍ د همکاريو د سازمان (OSJD) په مرسته د مالونو د ترانزيټ پراختيا موضوعات شامل دي.

د دې هوکړې لاسليک کولای شي د دواړو هېوادونو د اوسپنۍ پټلۍ په منځ کې د انتقالاتو سطحې او د معياري خدمتونو وړاندې کولو ته پراختيا ورکړي او هم په سيمه کې د اقتصادي ودې او اوسپنې پټلۍ د شبکې په پرمختګ کې اغیزمن او ګټور ثابت شي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول