د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه ترسره شوه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه د حمل په ۱۱مه د ادارې د عمومي رئيس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه.
غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د عمومي رئيس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت ترڅنګ، مالي او اداري مرستيال ښاغلي سيد محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ديپلوم انجنير ښاغلي عبدالباري صديقي، ارشد او حقوقي سلاکارانو، رئيسانو او او آمرينو ګډون درلود.
په پیل کې عمومي رئيس ښاغلي شرافت د خپلې وينا پرمهال وويل، چې تر ټولو لومړی بايد موږ او تاسو د وخت ښه قدر وکړو، که مو وخت په ښه ډول تنظيم کړ؛ پلان به مو هم په ښه ډول پرمخ ځي.
ورپسې د اجنډا سره سم په غونډه کې په يوشمېر مهمو مسایلو مفصل بحثونه ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.
د ۱۴۰۳ ه.ش. کال لپاره د اوسپنې پټلۍ د مطالعاتي او ساختماني پروژو مدیریت، د حيرتان د اوسپنې پټلۍ بهره برداري او حفظ او مراقبت، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ بهره برداري، د لوکوموټيفو، تجهيزاتو او وسايلو خريداري کول، ترڅو د اوسپنې پټلۍ اداره وکولای شي، ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي.
په غونډه کې د پورتنيو او يو لړ نورو مرتبطو موضوعاتو په اړه تر مفصلو بحثونو وروسته د رهبرۍ لخوا اړوند مرجع ګانو ته لازم هدايات ورکړل شول او وخت ته په پاملرنې سره يې د عملي کېدلو او تطبيق غوښتنه وشوه.
غونډه د خير په دعا لوستلو پای ته ورسېده.