د افغان-ټرانس ريل پټلۍ پروژې څلور آړخيزه غونډه ترسره شوه
ياده څلور آړخيزه ناسته، چې د روانې فبرورۍ په ۶مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه، پکې د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر هيوادونو لوړ رتبه آستازو ګډون کړی وو.
په ناسته کې د ازبکستان، پاکستان او قطر لوړ پوړو آستازو په حضوري او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سيد محمد نعيم محمدي او تخنيکي مرستيال عبدالباري صديقي پکې په آنلاین ډول حضور درلود.
په غونډه کې د قطر هيواد د ريل پټلۍ آستازو په افغان-ټرانس پروژه کې د ګډون او پانګونې ليوالتيا وښودل او د يادې پروژې په مسير کې د موجوده هيوادونو ونډه او پانګونه يې هم په دې عايداتي او انکشافي پروژه کې مهمه وبلل.
د غونډې په جريان کې طرفينو پر دې موافقه وکړه، چې د افغان-ټرانس پروژې د آرزونې او آسانتياوو برابرولو لپاره بايد راتلونکې ناسته کې بشپړه طرحه وړاندې شي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د روانې فبرورۍ پر ۱۹مه به ددې پروژې د تمويل، فزيکي څېړنې او په دې پروژه کې د نويو ګډونوالو او پانګه والو د څرنګوالي او بشپړوالي په موخه راتلونکې دريېمه ناسته جوړيږي.
د افغان-ټرانس پروژې د پلان له مخې به یو نړیوال مشورتي شرکت ددې پروژې اړین معلومات چمتو کوي، ترڅو دغه معلومات له هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او په اساس یې نړیوال بنسټونه او هېوادونه لیوالتیا پیدا کړي، ترڅو د دغه مهمې عایداتي او انکشافي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ ددې پروژې لاسلیک شوي پروتوکول کې راغلي، چې د ريل پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او تجارتي توکو لېږدولو دواړو خدمات اسانه کړي او د سیمه ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.