د افغان ټرانس پروژې ابتدایي ساحوي سروې په بریالیتوب پای ته ورسېده
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روان کال د زمري په پنځمه د افغانستان په خاوره کې پیل شوې د افغان ټرانس پروژې ابتدایي ساحوي سروې څلور ورځې وړاندې د زمري په ۱۹ مه په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
دا سروې چې د مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د نایب آباد سټېشن څخه پیل شوې وه، په دوام یې د سمنگان، بغلان، بامیان، میدان وردگ، لوگر او جلال اباد له ولایتونو څخه د همدې مسیر اړوند له نږدې کتنه وشوه او د پای نقطه یې تورخم ښارگوټی وو.
د دغې پروژې چې مسیر یې له وړاندې ټاکل شوی دی، د مسیر د ارزونې په اړه اړین اقدامات ترسره او گډ تخنیکي ټیم له لوري په مسیر کې اړین تخنیکي تغییرات مشخص او د تصمیم گیري لپاره به د یادو هېوادو د اوسپنې پټلۍ ادارو ته وړاندې کیږي.
همداراز د درې هېوادونو تخنیکي ټیمونو د افغان حکومت له لوري په نیول شوي ترتیباتو او په ځانگړي توگه د اوسپنې پټلۍ ادارې په مسلکي چلند خوښي څرگنده کړه او د دغې سروې چارې یې بریالۍ وگڼلې. د شوي ساحوي سروې پر بنسټ د دې پروژې د عملي کولو لپاره کومه تخنیکي ستونزه نه تر سترگو کیږي.
دغه شان پرېکړه وشوه چې د دې پټلۍ اړوند بله پروسه چې تخنیکي او اقتصادي مطالعه(Feasbility Study) ده، هم پیل شي.
یاده دې وي چې د افغان ټرانس پروژه له مزارشریف څخه پیل او د جلال اباد تر تورخم ښارگوټي پورې دوام کوي. دغه پټلۍ چې ۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي.
د نشرآتو آمریت
۲۳/۰۵/۱۴۰۱ ه.ش.