د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

Sayed Zaher Mo…
تصمیم اعطای قرارداد

پدې توګه د تدارکاتو د قانون دري څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري د " اندخوي په سټېشن کې د یوې پایې ترانسفارمر نصب او د برښنا شبکې تمدید (تمدید شبکه برق و نصب یک پایه ترانسفارمر در ایستگاه اندخوی) " پروژې تړون د ساختماني و سرکسازي متین وهاب شرکت سره چې 54199 شمیره جواز لرونکی ده د فاریاب ولایت مرکز کې شرکت ځای لري په ۸،۳۵۴،۲۶۷.۵  اته میلیونه او درې لکه او څلور پنځوس زره دوه سوه اوه شپیته اعشاریه پنځه افغانۍ په ټولیزه بیه اعطاء کړي.

  حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومی سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - ځای لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندي کړي.

دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوي مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نه شي.

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements