د تړون د ورکړې خبرتیا!
پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلوېښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري د " حیرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ اداري تعمیر جوړولو پروژې (اعمار ساختمان اداری ایستگاه خط آهن حیرتان- مزار شریف) تړون د ساختماني و سرکسازي پامیر انترنشنل شرکت سره چې D-20850 شمیره جواز لرونکی او د بلخ ولایت مرکز کې موقعیت لري په ۳۷،۳۵۲،۲۹۳ اوه دیرش میلیونه درې لکه دوه پنځوس زره دوه سوه او درې نوي افغانۍ د احتمالي قیمت سره په ټولیزه بیه اعطاء کړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومی سړک، د اتصالات کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندي کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوي مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نه شي.