د داوطلبي اعلان د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ " DGPS TOPCON Hipper HR مکمل الاسباب آلې پيرل!
Publish Date
Closing Date
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ یوه پایه مکمل الاسباب آله DGPS TOPCON Hipper HR دوه عدده کنترولر او دوه عدد روور " پروژه چې د ARA/1402/NCB/G-009 داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمېرې دفتر خونې څخه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومي سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ د فلش، میموري په ذریعه تر لاسه کړي. د تدارکاتو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سر تړلي توګه د خبرتیا د نېټې د خپرولو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو وروسته د یوې نۍ په ورځ د۱۴/۰۸/۱۴۰۲ مې نېټې د سهار په ۱۰:۰۰بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته راوړي، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول ۱۷۵،۰۰۰ یو سل او پنځه اویا زره افغانۍ ده، د آفر پرانېست غونډې جلسه د یوې نۍ په ورځ د ۱۴/۰۸/۱۴۰۲ مې نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د جلسو په تالار خونه چې په څلورم منزل کې ده، دایریږي.
د اړيکو شمېره: 0202320943
د برېښناليک پته: procurement.ara@gmail.com
یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.