د داوطلبۍ د بلنۍ خبرتیا!

Kalimullah Sah…
تدارکات

Publish Date

Closing Date

Location هرات

د پروژې نوم: د "هرات ولايت د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن د ټاکل شويو تاسیساتو بیارغونه"؛

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د "هرات ولايت د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن د ټاکل شويو تاسیساتو بیارغونې پروژه (ترمیمات تنویر ساحات تاسیسات ایستگاه خط آهن روزنک ولایت هرات)"چې د ARA/1402/ NCB/W-007داوطلبۍ شمیرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمیرې دفتر خونې څخه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه ، شش درک عمومی سړک ، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ د فلش، میموري په ذریعه ترلاسه کړي. د تدارکاتو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سر تړلي توګه د خبرتیا د نېټې د خبرولو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو وروسته د درې نۍ په ورځ د ۰۲/۱۲/۱۴۰۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته راوړي، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي ګرنټی په ډول ۴۸،۰۰۰ اته څلویښت زره افغانۍ دی، د آفر پرانسیت غونډې جلسه د درې نۍ په ورځ د ۰۲/۱۲/۱۴۰۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د جلسو په تالار خونه چې په څلورم منزل کې شتون لري؛ دایریږي.

د اړيکې شمېرې: 0202320942

د بريښناليک پته : procurement.ara@gmail.com

یادونه: داوطلبان باید د جلسې له شروع کیدو لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.

نور داوطلبي

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۳۵ هرات
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا:

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا:

په دې توګه د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري، ترڅو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري، تر څو د " د فارياب ولايت د آقینې د اوسپنې پتلۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۰ هرات
Background image

د داوطلبۍ د بلنۍ خبرتیا!

د پروژې نوم: د "هرات ولايت د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن د ټاکل شويو تاسیساتو بیارغونه"؛

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د "هرات ولايت د . . .

Back to tenders