د داوطلبي خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ غیر ریلي برخو د ترمیمولو پروژه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د " حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ غیر ریلي برخو د ترمیمولو پروژه "چې د ARA/1401/NCB/W-008 داوطلبۍ شمیرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمیرې دفتر خونې څخه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومي سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ د فلش، میموري په ذریعه تر لاسه کړي. د تدارکاتو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سر تړلي توګه د خبرتیا د نېټې د خپرولو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو وروسته د دوشنبې په ورځ د۱۳/۰۶/۱۴۰۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته راوړي، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي ګرنټی په ډول ۴۸۴،۰۰۰ څلور لکه او څلور اتیا زره افغانی ده، د آفر پرانېست غونډې جلسه د دوشنبې په ورځ د ۱۳/۰۶/۱۴۰۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د جلسو په تالار خونه چې په څلورم منزل کې شتون لري دایریږي.
د اړيکې شمېرې: 0202320943
د بريښناليک پته : procurement.ara@gmail.com
یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.