د قرارداد د ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ "۳۲ پایې ډسکټاپ مکمل الاسباب کمپیوټرونو تړون له «خدماتی لوژستیکی جیول اف بیست» شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D- 35436) او د نادر پشتون جادې، اوله ناحیه- کابل مرکز کې موقعیت لري، په ۱،۲۳۲،۰۰۰ یو میلیون دوه سوه دوه دیرش زره افغانۍ ټولیزه بیه اعطاء کړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خبرېدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومی سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقیعت لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نه شي.