د محمد يوسف غضنفر دې مړينې په مناسبت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رئيس او د ټولګټو وزارت سرپرست د ډاډګيرنې پيغام!

Sayed Zaher Mo…
اداره خط آهن

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د جلالتمآب جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد يوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ له کبله خپل روح حق ته وسپاره.

محمد يوسف غضنفر راته د مشر ورور حيثيت درلود، هغه خيرخواه او ولس داره شخصيت او د هيواد ملي سوداګر وو په خپل ژوند کې يي د هيواد پرمختګ او د خلکو ارامۍ لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې دريغ کړې نه دي او بلاخره په دا لاره کې يي خپل روح حق ته وسپاره او مړينه يي د هيواد لپاره يوه ستره ضايع ده.

زه د خپلې خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب د افغانستان حکومت مشرتابه، د اروښاد کورنۍ غړو، دوستانو او د افغانستان شريفو خلکو ته وړاندې کوي د الله په دربار کې اروښاد ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته يي د جميل صبر دعا کوم.

درناوى
محمد يما شمس، د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رئيس او د ټولګټو وزارت سرپرست

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements