د "کار قانون پوهاوي ورکولو" درې ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه د "کار قانون پوهاوي ورکولو" تر عنوان لاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لارې درې ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.
د ياد روزنيز پروګرام چارې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار د حقوقو او تقنين رياست لخوا د مجربو استادانو د روزنې آمر عزیزالله عزیزي، محمد فهیم عثماني، محمد ناصر عبادي او محمد واسع صدیقي په مټ په پښتو او دري ژبو تدريس شوې.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو له ټولو درنو استادانو څخه ددوی د تجربو او مهارتونو شریکولو په اړه خوښي وښودله او ددا ډول روزنيزو پروګرامونو د دوام غوښتنه يې وکړه.
د پروګرام په اختتامیه مراسمو کې لسګونو ګډونوالو ته د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو معينيت په آستازيتوب تصديق پاڼې هم وويشل شوې.
د يادونې وړ ده، دغه روزنيز پروګرام چې د روانې حوت مياشتې په ۱۲مه پيل شوی وو، چې نن د حوت په ۱۴مه نېټه پای ته ورسېد.