په اوزبیکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ محصلینو خپل در سونه بیا پیل کړ
په اوزبیکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د محصلینو درسونه چې د کورونا ویروس له امله څنډول شوي وو، بیرته خپلو ټولګیو ته ستانه شوي او زده کړې یې پیل کړي.
دا مهال د اوزبیکستان دولت په همکارۍ او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه ادارې په لګښت، ۲۵ تنه محصیلین په یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ انجنیري برخه کې په لیسانس زده کړو بوخت دي.
یادو محصلینو د زده کړو دریم کال دی او ټاکل شوي چې له فراغت وروسته به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې په څانګو کې په کار وګمارل شي.
د یادنې وړده چې مخکې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې اداره لخوا په سلګونو تنه محصیلین او د دې ادارې کارکوونکې چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، پاکستان او ایران هېوادونو ته په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله زده کړو په موخه لیږل شوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره تل هڅه کړي چې د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د هغو د ګټي اخیستني سربیره د دې ادارې د بشری سرچېنو د لوړلو په موخه اغیزمن اقدماتو وکړي.