خبرتیا! د اوسپنې پټلۍ له لارې د خوارکي توکو واردات
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو مالونو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو واردات په عادي ډول دوام لري.
لکه څرنګه چې د دوشنبه په ورځ(کب۲۶مه) د حیرتان ـ مزارشریف، آقینې او توغنډي له لارې په ټولییز ډول ۲۱۵ واګن سوداګریز مالونه چې له هغې ډلې ۱۳۹ برخه يې خوراکي توکې رانغاړي، هېواد ته وارد شوي دي.
دا برخې په ټولییز ډول ۹ زره او ۱۴ ټنه خوراکي توکي چې وړه، غوړي، وریجي او نور رانغاړي، افغانستان ته راوړل شوي دي.
دغه راز د ټرانسپورټ وزارت او د اوسپنې پټلۍ ادارې د مشرې د څرګندونو له مخې، د منځني آسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړل شوی چې له دې هېوادونو خوراکي توکي په نورمال ډول د اورګاډۍ پټلۍ له لارې هېواد ته راوړل کېږي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د حیرتان ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ، د آقینې اوسپنې پټلۍ د تم ځایونو او تورغنډي له لارې د ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چین او روسيې هېوادونو د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره نښلول شوی او د سوداګریزو مالونو صادارت او واردات له دې لارې ترسره کېږي.