په وروستۍ يوه میاشت کې هېواد ته د نژدې ۴ سوه زره ټنو سوداګریزو مالونو او غذایي توکو واردات
د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو د لېږد بهیر روان دی. د ۱۳۹۹ کال په ثور میاشت کې تر ۷ زرو زیات د توکو واګونونه په حیرتان - مزار شریف، تورغونډۍ او آقینې تمځایونو کې خالي او بار شوي دي.
دغو واګونونو شاوخوا ۳ سوه ۹۴ زره ټنه مالونه هیواد ته وارد کړي، چې یوازې ۱ سل ۸۲ زره ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون غذایي مواد تشکیلوي.
د پاتې توکو له ډلې ۱ سل ۸۱ زره ټنه نفتي مواد او نژدې ۳۰ زره یې ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي دي.
که څه هم د کرونا بحران ځمکنی او هوایي ټرانسپورټ آغېزمن کړی خو د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو واردات حتی د رخصتۍ په ورځو کې هم په عادي ډول دوام لري.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې, هېواد ته د لومړنیو توکو په واردولو کې خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کړي.