د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه د مبارکۍ پيغام
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه د کوچني اختر مبارکي د دولت مشرتابه د افغانستان ټول شریف ملت او د هیواد اوسپنۍ پټلۍ کارکوونکو ته مبارکي وایي.
د لوی خدای له درباره د خپلو همکارانو د اطاعات او عبادتونو د قبليدو دعا کوي او هیله مند یو چې ددغه بختور اختر په برکت سره د کوویډ ۱۹ ویروس مصیبت او د جنګ بدبخته سیوری زموږ له ګران هیواده خپله لمن ټوله او په ټول افغانستان کې د سولې لمر را وخیژي.
په داسې حال چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر د هیواد ټرانسپورتي سکټور باندې منفي اغیز کړی مګر د ټولو موجوده ستونزو سره سره د خوښى ځاى ده چې هېواد ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد په منظم ډول دوام لري او هره ورځ زرو ټنو زیات سوداګریز توکي چې يوه عمده برخه یې خوراکي مواد دي، افغانستان ته وارد شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر تابه تعد لړى چې د سیمې او نړۍ له سوداګریزو او اقتصادي مرکزونو سره د نښلونې په موخه د اوسپني پټلۍ د پرمختللې شبکې رامنځته کېدل، پراختیا او تنظیم چې وکولای شي په اغېزمنه توګه د افغانستان خلکو د اقتصادي پرمختګ، روغتیا، پوهنې او هوساینې په برخه کې مرسته وکړي او د خصوصي سکټور د پانګونې پرمختګ لامل شي او دغه راز وکولای شي د سیمه ییز امنیت او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.
په پای کې یو ځل بیا خپلو ټولو ګرانو هیوادوالو ته د کوچني اختر رارسیدو مبارکي وایو او ټولو ته په دواړو نړیو کې د خوښۍ او سوکالۍ هیله کوو.
په درنښت
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه