د داوطلبي اعلان د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ  " DGPS TOPCON Hipper HR  مکمل الاسباب آلې پيرل!

Kalimullah Sah…
داوطلبي

Publish Date

Closing Date

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ یوه پایه مکمل الاسباب آله DGPS TOPCON Hipper HR دوه عدده کنترولر او دوه عدد روور " پروژه چې د ARA/1402/NCB/G-009 داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمېرې دفتر خونې څخه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه، شش درک عمومي سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ د فلش، میموري په ذریعه تر لاسه کړي. د تدارکاتو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سر تړلي توګه د خبرتیا د نېټې د خپرولو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو وروسته د یوې نۍ په ورځ د۱۴/۰۸/۱۴۰۲ مې نېټې د سهار په ۱۰:۰۰بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته راوړي، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول ۱۷۵،۰۰۰ یو سل او پنځه اویا زره افغانۍ ده، د آفر پرانېست غونډې جلسه د یوې نۍ په ورځ د ۱۴/۰۸/۱۴۰۲ مې نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د جلسو په تالار خونه چې په څلورم منزل کې ده، دایریږي.

د اړيکو شمېره: 0202320943

د برېښناليک پته: procurement.ara@gmail.com

یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.

نور داوطلبي

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۳۵ هرات
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا:

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا:

په دې توګه د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري، ترڅو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري، تر څو د " د فارياب ولايت د آقینې د اوسپنې پتلۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۰ هرات
Background image

د داوطلبۍ د بلنۍ خبرتیا!

د پروژې نوم: د "هرات ولايت د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن د ټاکل شويو تاسیساتو بیارغونه"؛

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د "هرات ولايت د . . .

Back to tenders