د لوی اختر په مناسبت د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه د مبارکۍ پيغام!

Sayed Zaher Mo…
Eid Qurban

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه د لوى اختر مبارکي د دولت مشرتابه د افغانستان ټول شریف ملت او د هیواد اوسپنۍ پټلۍ کارکوونکو ته مبارکي وایي.

لوی اختر د نرۍ د مسلمانانو د یووالي، خواخوږۍ او برابرۍ سمبول ده او د خداي جل جلاله هو په لاره کې د حضرت ابراهیم خلیل الله د قربانۍ، اخلاص او بنده ګۍ ښکارندوی کوي.

هیله مند یو چې د دغه بختور اختر په برکت سره، د کوویډ ۱۹ ویروس مصیبت او د جنګ بدبخته سیوری زموږ له ګران هیواده خپله لمن ټوله او په ټول افغانستان کې د سولې لمر را وخیژي.

په داسې حال چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر د هیواد ټرانسپورتي سکټور باندې منفي اغیز کړی، مګر د ټولو موجوده ستونزو سره سره د خوښى ځاى ده چې هېواد ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد په منظم ډول دوام لري او هره ورځ زرو ټنو زیات سوداګریز توکي چې يوه عمده برخه یې خوراکي مواد دي، لېږدول شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر تابه تعد لړى چې د سیمې او نړۍ له سوداګریزو او اقتصادي مرکزونو سره د نښلونې په موخه د اوسپني پټلۍ د پرمختللې شبکې رامنځته کېدل، پراختیا او تنظیم چې وکولای شي په اغېزمنه توګه د افغانستان خلکو د اقتصادي پرمختګ، روغتیا، پوهنې او هوساینې په برخه کې مرسته وکړي او د خصوصي سکټور د پانګونې پرمختګ لامل شي او دغه راز وکولای شي د سیمه ییز امنیت او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

د خوښۍ ځاى ده، چې د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې د اوسپنې پټلۍ ځينې پروژې جريان لري او هڅه کېږي چې راتلونکو څو مياشتو کې لسګونه کيلومتره اوسپنيزه پټلۍ ګتې اخيستنې ته وسپارل شي.
و من الله توفیق
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره مشرتابه

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements