د نوي کال په مناسبت د افغانستان اوسپني پټلۍ ادارې د رهبري پلاوي مبارکي پیغام!

Sayed Zaher Mo…
ARA

د ۱۴۰۰ نوی لمریز کال ورسېد او د الهې لامحدوده طبیعت یوځل بیا تازګۍ او ښکلې څېره ځان ته غوره کړه. د افغانستان اوسپني پټلۍ ادارې رهبري پلاوی نوی کال د افغانستان شریف ملت، د افغانستان اسلامي جمهوری مشرتابه، د ملي شورا غړو ته مبارکي وايي.

د لوی خدا ج له دربار څخه غوښتنه لرو چې نوی کال د سولې، آرامۍ او خوشحالۍ ډک کال وي، هېواد له پرمختګ او سوکالۍ سره مل وي او وتوانېږو خپل ګران هېواد د آبادۍ خواته یوسو.

د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره خوشحاله ده چې په تېرکال کې د ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو سربېره مهمې ملي او سیمه ییزې پروژې پرانیستې چې له امله يې د اوسپني پټلۍ له لارې له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره سوداګریز او ټرانزیټ لارې پرانیستل شوې.

دغه راز ددې ادارې رهبري پلاوی خوشحاله دی هغو هڅو او پروګرامونو ته په پام چې ترسره شوي، د اوسپني پټلۍ سکټور له لارې د لېږلو او ملي عوایدو کچه ډېروالی موندلې او په مستقیم ډول د اقتصادي پرمختګ او سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې اغېزمن تمام شوي دي.

د اوسپني پټلۍ ادارې رهبري پلاوی او کارکوونکي د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبري پلاوی او شریفو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د نوی لمریز کال په پیل سره، په جدي ارادې سره د اوسپني پټلۍ د بنسټیزو برخو د پیاوړتیا او د ریلي خدمتونو د ښه والي په برخه کې ډېرې هڅې ترسره کړي.

وروستي خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو ساختماني، لوژستیکي او خدماتي شرکتونو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سره ثبت او راجستر کړي، ترڅو په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د لیلام د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴۹  ډوله داغمه جاتو د لیلامولو اعلان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د مالیې محترم وزارت له منظورۍ څخه وروسته غواړي ۴۹ ډوله داغمه جات  د ۲۵/۰۵/۱۴۰۲ مې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

د تړون د اعطاء د پریکړې خبرتیا!

پدې توګه د تدارکاتو د قانون درې څلويښتمي مادې(2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري تر څو د "  ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ مطبوع او . . .

Back to announcements